۰

هند وايي د پاکستان نوی حکومت لومړی باید ترهګر له منځه یوسي

یکشنبه ۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۸
هند وايي تمه لري، چې د پاکستان نوی حکومت به تر هرڅه وړاندې د ترهګرۍ پر وړاندې اقدام وکړي او ترهګر وځپي.
هند وايي د پاکستان نوی حکومت لومړی باید ترهګر له منځه یوسي
هند وايي تمه لري، چې د پاکستان نوی حکومت به تر هرڅه وړاندې د ترهګرۍ پر وړاندې اقدام وکړي او ترهګر وځپي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د پاکستان نوی حکومت باید ترهګرۍ ضد اقدامات وکړي تر څو په جنوبي آسیا کې ثبات رامنځ ته او تاوتریخوالي پای ته ورسېږي.

دغه وزارت زیاته کړې، که پاکستان وغواړي نو ټوله سیمه به له وسله والو فعالیتونو او ترهګریزو حرکتونو پاکه شي او دلته به وسله وال ترهګر له منځه ولاړ شي.

په خبرپانه کې ویل شوي، هند هیله لري، چې د پاکستان نوی حکومت د سیمې لپاره له پرمختګ ډک پلانونه ولري او له وسله والو کشمکشونو او تاوتریخوالي ټوله سیمه پاکه کړي.

باید و ویل شي، چې په پاکستان کې د تېرې پنشنبې په ورځ بارلماني او ایالتي ټاکنې تر سره شوې، چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند وګټلې.

که څه هم عمران خان د صدارت څوکۍ تر لاسه کولو له پاره پوره څوکۍ نه دي ګټلې خو ویل کېږي هغه له نورو ګوندونو سره د ائتلافي حکومت د جوړولو پر سر خبرې اترې پیل کړې دي.

دا چې د پاکستان نوی حکومت به څه پالیسۍ او پلانونه ولري او په مخکنۍ پالیسۍ کې به یې بدلودن راشي که نه دا به وروسته څرګندنه شي، خو لوېدیځو رسنیو له وړاندې ویلي، چې عمران خان د پوځ او استخباراتو پر مټ ټاکنې ګټلې او د هغه حکومت به هم د پوځ او استخباراتو د لاس آله او طالب پلوی حکومت وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي