افغان ولسمشر له عمران خان سره تلېفوني خبرې کړې

7 اسد 1397 ساعت 16:15

اسلام آباد کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره تلېفوني خبرې کړې دي.


اسلام آباد کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي زاخېلوال زیاته کړې، چې ولسمشر غني عمران خان ته په ټاکنو کې د ده د ګوند د بریا مبارکي ورکړې ده.

زاخېلوال وايي، ولسمشر افغانستان د سولې او امنیت په اړه د ښاغلي عمران خان د څرګندونو هرکلی وکړ.

په ورته وخت کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ولسمشر، د دوی د ګوند مشر عمران خان ته بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي.

باید و ویل شي، چې د پاکستان په پارلماني او ایالتي ټاکنو کې چې د تېرې پنشنبې په ورځ تر سره شوې عمران خان تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلې او اوس د ائتلاف حکومت د رامنځ ته کولو پر سر له نورو ګوندونو سره په خبرو بوخت دي.

په ټاکنو کې تر بریا وروسته عمران خان ویلي، چې ترهګرو په ضد او د جهاد په وخت کې یې جګړه تر نورو ډېر افغانان کړولي او دی غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي محدودیتونه لېرې کړي څو د دواړو هېوادونو خلک وکولی شي د اروپايي ټولنې د هېوادونو په څېر له یو بل سره اسانه تګ راتګ ولري.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106837

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106837/

جمهور
  https://www.jomhornews.com