د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي عیسي خېل د کرکټ په نوې نړیواله درجه بندۍ کې دوهم مقام خپل کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د د کرکټ بورډ د نړیوالې ادراې یا آی سي سي له خوا نن دوشنبې د زمري ۸ مه په خپره شوې درجه بندۍ کې افغان لوبغاړی محمد نبي د نړۍ په کچه دوهم الروانډر لوبغاړی اعلان شوی دی.
په دغه درجه بندۍ کې لومړی مقام د بنګلدېش لوبغاړي شکیب الحسن خپل کړی، په دوهم مقام کې محمد نبي او په درېیم مقام کې هم د پاکستان محمد حفیظ راغلی دی.
دغه راز په څلور نمبر د نیوزیلنډ لوبغاړی او په پنځم نمبر هم د ویسټ اندیز لوبغاړی راغلي دي.
باید و ویل شي، چې اوس محمد نبي په T20 او ODI لوبو کې دالراونډرانو په برخه کې دوهم مقام لري.
جمهورخبري آژانس:کابل