ښايي امریکايي چارواکي او طالب استازي د څلورم ځل له پاره سره وګوري

9 اسد 1397 ساعت 9:27

ناتاييد شوي راپورونه وايي، ښايي د امریکايي چارواکو او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د څلورم ځل له پاره خبرې اترې تر سره شي.


ناتاييد شوي راپورونه وايي، ښايي د امریکايي چارواکو او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د څلورم ځل له پاره خبرې اترې تر سره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، امریکايي چارواکو او طالب استازي به ډېر ژر د لوی اختر څخه وړاندې سره وګوري او خبرې اترې به وکړي.

تر اوسه امریکايي چارواکو، افغان حکومت او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، اما ځینو طالب سرچینو ویلي، چې وړاندې درې ځله دوی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال الیس ویلز په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره خبرې اترې کړې، چې دوستانه او ګتورې وې.

طالبانو ویلي دي چې دغه خبرې اترې د دوی د مشرتابه په تاييد او هدایت تر سره شوي دي.

افغان چارواکو هم تاييد کړې، چې طالبانو او امریکايي چارواکو سره لیدلي او دا لیدنې د دې له پاره تر سره شوې، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو له پاره زمینه برابره شي.

د امریکايي چارواکو او طالب استازو د څلور ځل لیدو راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې تر دې وړاندې ویل شوي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکايي ديپلوماتونو ته امر کړي، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106885

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106885/

جمهور
  https://www.jomhornews.com