۰

د هند او افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه تر ۱ میلیارد ډالرو رسېدونکې ده

سی شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۷
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري د پراختیا په حال کې ده او روان کال به دغه سوداګري تر ۱ میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.
د هند او افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه تر ۱ میلیارد ډالرو رسېدونکې ده
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري د پراختیا په حال کې ده او روان کال به دغه سوداګري تر ۱ میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوه چارواکي یونس مهمند ویلي، چې دا مهال د افغانستان او هند تر منځ سوداګري په ښه وضعیت او پراختیا په حال کې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د روان کال تر پایه به دا لړۍ نوره هم پراخه او د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه به تر یو میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.

هغه وايي، هند د افغانستان یوازینی سوداګریز ملګری دی، چې د سوداګرۍ کچه ورسره مخ په لوړېدو ده او ستونزې نه دي پکې پيدا شوې.

باید و ویل شي، چې د افغانستان او هند تر منځ د سوداګریزې پراختیا راپورونه تر دې وړاندې هم ورکړل شوي او څو ورځې وړاندې په راپورونو کې راغلل، چې افغان سوداګرو په دې وروستیو کې په هند کې د ۶۰ میلیونه ډالرونه په ارزښت قراردادونه تر لاسه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي