۰

کونړ کې د دیوال چپه کېدو له امله پنځه ماشومان وژل شوي

سی شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۰
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د سخت باران او توپان له امله پر ماشومانو یو دېوال نړېدلی، چې له امله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ کې د دیوال چپه کېدو له امله پنځه ماشومان وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د سخت باران او توپان له امله پر ماشومانو یو دېوال نړېدلی، چې له امله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ دوشنبې د زمري ۸ مه مازیګر مهال د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په مسلم آباد کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وایي، په دغه سیمه کې سخت باران او توپان رامنځ ته شوي، چې له امله یې یو دېوال پر ماشومانو ورنړېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د دېوال د نړېدو له امله پنځه ماشومان ځای پر ځای مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کونړ د والي ویاند وايي، وژل شوي او ټپي ماشومان د څلورو کورنیو څخه و، چې د باران او توپان څخه د همدې دېوال خوا ته پټ شوي وو.

دی زیاتوي، چې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي