وسله والو کسانو د ګردېز – کابل له لارې ۲۲ مسافر برمته کړي دي

9 اسد 1397 ساعت 11:51

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د پکتیا – کابل پر لویه لاره ۲۲ تنه مسافر له موترو ښکته کړي او له ځان سره یې بېولې دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د پکتیا – کابل پر لویه لاره ۲۲ تنه مسافر له موترو ښکته کړي او له ځان سره یې بېولې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ دوشنبې د زمري ۸ مه مازیګر مهال د ګردېز – کابل په لویه لار د تېرې په غفور خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال راز محمد مندوزی د دې خبر پخلي تر څنګ ویلي، چې مسافر وسله والو طالبانو له موټرو ښکته کړي او بېولي یې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو په دغه لار کې ۲۲ مسافر له موټرو ښکته کړي، چې د ژغورلو له پاره یې پولیسو پر وخت اقدام وکړ او شپږ تنه یې ترې راخوشي کړي.

د هغه په وینا د نورو مسافرو  ژغورلو ځکه بريالي نشول، چې د ملکي خلکو د خونديتوب لپاره يې پر وسله والو طالبانو بريد نه شوای کولی.

عیني شاهدانو هم د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، وسله والو دغه مسافر په داسې سیمه کې له موټرو ښکته کړي، چې په دوه سوه مترۍ کې یې د پولیسو امنیتي پوسته هم شتون لري.

د عیني شاهدانو په خبره وسله والو له دوه کرولا، دوه مرسيډيز او دوه مازدا موټرونو څخه ښکته کړي دي، چې یو یې په تېښته بریالی شوی او د څلورو ښځو په ګدون یو څو تنه نور یې پولیسو ګردېز ته بېولي دي.
تر اوسه د برمته شویو کسانو برخلیک نه دی معلوم.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم وسله والو کسانو د پروان – بامیان تر منځ په لویه لار د شیخ علي په سیمه کې هم ۹ تنه مسافر برمته کړي دي، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 


د مطلب کود: 106900

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106900/

جمهور
  https://www.jomhornews.com