سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست پر ودانۍ ډلیز ځانمرګی وسله وال برید شوی او جګړه لا هم روانه ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سه شنبې د زمري ۹ مه شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې شوي دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، وسله والو ځانمرګو د جلال آباد ښار د درېیمې حوزې اړوند سیمه کې د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پر ریاست برید کړی دی.
نوموړي و ویل، چې لومړی یوه ځانمرګي ځان ته چاودنه ورکړې او وروسته نور بریدګر د ریاست ودانۍ ته ننوتي، چې لا هم جګړه روانه ده.
خوږیاڼی وايي تر اوسه د بریدګرو شمېر نه دی معلوم، چې څو تنه به وي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نجیب الله کاموال وايي، تراوسه د برید له ځایه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست روغتون ته یوولس ټپیان وروړل شوی دي.
سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي، چې د برید ځای کلا بند او له وسله والو سره په جګړه بوخت دي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.