۰

وسله والو فاریاب کې یوه مېرمن او د هغې لور وژلې دي

سی شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۸
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په فاریاب ولایت کې یوه ۳۵ کلنه مېرمن او د هغې ۱۵ کلنه لور په ډزو وژلې دي.
وسله والو فاریاب کې یوه مېرمن او د هغې لور وژلې دي
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په فاریاب ولایت کې یوه ۳۵ کلنه مېرمن او د هغې ۱۵ کلنه لور په ډزو وژلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش زیاتوي، چې دغه پېښه نن سه شبنې د زمري ۹ مه سهار مهال د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ او میمنې ښار تر منځ د قرم قل په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي ویلي، دغه مېرمن او لور یې له څلورو زامنو سره یو ځای د کوهستان ولسوالۍ څخه میمنې ښار ته په لاره وه، چې طالبانو نیولې او له لور سره یې وژلې ده.

دی وایي وژل شوې مېرمن صفورا نومېږي او درې زامن یې طالبانو خوشي کړي، چې میمنې ښار ته رسېدلي دي.

ویل کېږي طالبانو دغه مېرمن او لور یې په دې تور وژلي، چې ګڼې د دوی د کورنۍ یو غړی د ولسي پاڅونکوونکو په ډله کې وو.

امنیتي چارواکو له قومي مخور او سپین ږیرو غوښتي تر څو د دغه وژل شویو مېرمنو جسدونه میمنې ښار ته ولېږدوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي