۰

جوزجان کې ۲۵ داعشیان افغان پوځ ته تسلیم شول

سی شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې ۲۵ داعش وسله وال له وسلو سره یو ځای افغان پوځ ته تسلیم شول.
جوزجان کې ۲۵ داعشیان افغان پوځ ته تسلیم شول
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې ۲۵ داعش وسله وال له وسلو سره یو ځای افغان پوځ ته تسلیم شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اسماعیل وايي، دغه داعشیان د دې ولایت په درزاب ولسوالۍ کې ملي اردو ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

نومووي زیاته کړه، تسلیم شوي کسان په چورلکه کې د جوزجان مرکز شبرغان ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت کې د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني وايي، په درزاب کې له دوه کلیو پرته نور ټول کلي له داعش څخه پاک شوي دي.

په جوزجان کې دا درېیم ځل دی، چې ډله ډله داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیمېږي.

دغه داعشیان پر داسې مهال تسلیمېږي، چې په دې ولایت کې له طالبانو سره په سخت جګړه کې ګیر دي.

امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو او داعش تر منځ جګړه کې دواړو لورو ته درانده تلفات اوښتي دي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي