۰
سیګار:

د افغانستان لویه څارنوالي د سترو قضیو په څېړلو کې کمزورې ده

چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۴
د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا څېړونکې ادارې یا سیګار وايي، د افغانستان لویه څارنوالي د سترو قضیو په څېړلو کې کمزورې ده او له لویو دوسیو سره جدي چلند نه کوي.
د افغانستان لویه څارنوالي د سترو قضیو په څېړلو کې کمزورې ده
د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا څېړونکې ادارې یا سیګار وايي، د افغانستان لویه څارنوالي د سترو قضیو په څېړلو کې کمزورې ده او له لویو دوسیو سره جدي چلند نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا عدلیې وزارت هم سیګار ته ویلي، چې افغانستان کې فساد زیات دی او د دې هېواد لویه څارنوالي د فساد په سترو قضیو کې کمزوری چلند کوي.

سیګار پخپل یوه راپور کې وایي، مرستندویه هېوادونه پر دې باور دي، چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه کې کمزوری، ناقص او غیر قانوني چلند کوي.

یاده اداره په ځانګړې توګه پر لوی څارنوال نیوکه کوي، چې د فساد د لویو قضیو په څېړلو کې پاتې راغلی دی.

د سیګار په راپور کې لیکل شوي، چې تر سلو ډېر زورواکي مفسیدین د کورنیو چارو وزارت د علاقې نه موجودیت او د لویې څارنوالۍ د کمزوري چلند له امله لا هم نه دي نیول شوي او حساب کتاب نه دی ورسره شوی.

سیګار دا تور هم پورې کوي، چې د اداري فساد ضد عدلي او قضايي مرکز او همدا راز د لویې څارنوالۍ د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې اداره کې هم فساد موجود دی.

سیګار دا راپور پر داسې مهال ورکوي، چې افغان حکومت وایي له فساد سره مبارزې ته کلک ژمن دی او په دې برخه کې یې جدي کارونه پیل کړي دي.

همدا درې ورځې وړاندې افغان ولسمشر د دیني عالمانو په یوه لویه غونډه کې و ویل، چې حکومت د فساد پر وړاندې مبارزې ته هوډمن دی او په دې برخه کې د علماوو څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي.

نوموړي و ویل، چې ټول ولس نه بلکې یوه مشخصه کړۍ فاسده ده، چې باید مخه یې ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي