۰

شمال کې د داعش مشر، مرستیال او ۱۵۲ نور داعشیان افغان پوځ ته تسلیم شول

چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۵
په شمال او شمال ختیځ زون کې د افغان پوځ چارواکي وايي، شمال کې د داعش مشر، د هغه مرستیال او ۱۶۰ نور داعشیان له خپلو وسلو سره یو ځای افغان افغان ته تسلیم شول.
شمال کې د داعش مشر، مرستیال او ۱۵۲ نور داعشیان افغان پوځ ته تسلیم شول
په شمال او شمال ختیځ زون کې د افغان پوځ چارواکي وايي، شمال کې د داعش مشر، د هغه مرستیال او ۱۶۰ نور داعشیان له خپلو وسلو سره یو ځای افغان افغان ته تسلیم شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نه نن چهارشنبې د زمري ۱۰ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شمېر داعشیان په جوزجان ولایت کې افغان پوځ ته ځانونه او وسلې سپارلې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په تسلیم شویو کسانو کې په شمال کې د داعش مشر مولوي حبیب الرحمن او د هغه مرستیال مفتي نعمت الله هم شمال دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مولوي حبیب الرحمن او مفتي نعمت الله له ۱۵۲ جنګیالیو سره تېره شپه په جوزجان کې افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

باید و ویل شي، چې دا لومړی ځل دي، چې په دومره ډېر شمېر او لوړ پوړي داعش وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیمېږي.

پرون هم د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې ۲۵ داعشیان افغان پوځ ته تسلیم شوي و، چې د چارواکو په خبره په چورلکه کې شبرغان ته ولېږدول شول.

په جوزجان کې داعشیان پر داسې مهال افغان ځواکونو ته تسلیمېږي، چې په دغه ولایت کې د دوی او طالبانو تر منځ سختې خونړۍ جګړې روانې دي.

د چارواکو په خبره په تېرو څو اونیو کې د داعش او طالبانو تر منځ نښتو کې له دواړو لورو تر ۳۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي، چې په دې جګړو کې داعشیان سخت ځپل شوي او طالبان په یادو سیمو کې پر داعش برلاسي دي.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي