۰

ولسمشر غني د ننګرهار د امنیت په اړه چارواکو سره خبرې وکړې

چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۵
ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د کابو کولو په موخه د دغه ولایت له چارواکو سره خبرې اترې او سپارښتنې یې ورته وکړې.
ولسمشر غني د ننګرهار د امنیت په اړه چارواکو سره خبرې وکړې
ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار ولایت د امنیتي وضعیت د کابو کولو په موخه د دغه ولایت له چارواکو سره خبرې اترې او سپارښتنې یې ورته وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د توحید په ملي مرکز کې د ننګرهار له ځايي چارواکو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویلي شوي، ښاغلي غني چارواکو ته کلکه سپارښتنه وکړه، چې ننګرهار کې د امنیت د ټنګښت په خاطر هر اړخیزه هڅې وکړې.

ښاغلي غني ویلي، چې د ننګرهار د امنیت کابو کولو له پاره ټولې هڅې په کار اچوي او په دې اړه یې د ولایت د امنیتي او دفاعي چارواکو راپورونه واورېدل او اړیني سپارښتنې یې ورته وکړې.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي حیات الله حیات ویلي، چې داعش ډلې په ننګرهار کې سخته ضربه خوړلې ده نو له همدې امله دوی هڅه کوي چې په ښارونو کې ورته ترهګریز بریدونه وکړي.

د ملي دفاع وزارت چارواکو هم په دې غونډه کې ویلي په ننګرهار کې د سیمه ییز ځواک د جوړولو کار به ډېر ژر پیل کړي.

ولسمشر ډاډ ورکړی چې امنیت پوځ ته سپارل شوی دی او له دې سره به په ننګرهار کې امنیتي وضعیت بدل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې امنیتي حالت خورا خراب شوي دي.

یوازې په روانه اوونۍ کې درې ډلیز وسله والو بریدونه په جلال آباد ښار کې وشول چې لسګونه ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي