کندهار کې ماین چاودنې شپږ ولسي وګړي وژلي دي

11 اسد 1397 ساعت 8:50

سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د مېرمنو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.


سیمه ییزه امنیتي سرچینې وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې د مېرمنو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ چهارشنبې د زمري ۱۰ مه ماښام مهال د ارغستان ولسوالۍ په بالاژېړۍ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینې وايي، د ولسي وګړو موټر له ارغستان څخه معروف ولسوالۍ ته پر لاره و، چې په یاده سیمه کې د سړک د غاړې خښ شوی ماین پرې چاودنی دی.

د چارواکو په خبره دغه چاودنه کې په موټر کې سپار څلور تنه نارینه او دوه مېرمنې، چې معروف ولسوالۍ د ساګزو د کلي اوسېدونکي و وژل شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 106956

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106956/

جمهور
  https://www.jomhornews.com