د افغانستان لویې څارنوالۍ د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د څار ادارې یا سیګار وروستی راپور چې په کې یې لویه څارنوالي په کارونو کې په کمزوری تورنه کړې وه رد کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیګار وړمه ورځ په یوه راپور کې ویلي و، چې د افغانستان لویه څارنوالي له پراخ فساد او سترو مفسیدینو سره د مبارزې جدي اراده نه لري.
د سیګار دغه راپور چې کانګرس ته یې ولېږه په راغلي، چې په افغانستان کې لا هم ستر مفسدین آزاد دي او د دغه هېواد لویه څارنوالي یې د دوسیې په څېړلو کې کمزوری عمل کوي.
خو د افغانستان لویې څارنوالۍ د سیګار دغه راپور در کړی او ویلي یې دي، چې یاد راپور د حقایقو پر بنسټ نه دی چمتو شوی.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي، په راپور کې یو د بل ضد معلومات راټول شوي او له دې دا جوتېږي، چې دغه راپور د حقایقو پر بنسټ نه دی ولاړ.
رسولي ویلي د افغانستان لویه څارنوالي له فساد سره د مبارزې جدي هوډ لري او په دې برخه کې یې تر اوسه ګڼې لاس ته راونې هم درلودلې دي.
په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند هاروان چخانسوري هم ویلي، چې حکومت له فساد سره د مبارزې جدي اراده لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې لوړپوړي مامورین، جنرالان او ان وزیران د فساد په تور محاکمه شول او دا ښيي چې افغان حکومت د فساد ضد مبارزې ته ژمن او جدي دی.
جمهورخبري آژانس:کابل