۰

د پاکستان د پوځ مشر د افغان سولې له پاره هڅې هیله بښوونکې بللې دي

پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۴
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د افغانستان د سولې له پاره راونې هلې ځلې هیله بښونکې او د قناعت وړ بللې دي.
د پاکستان د پوځ مشر د افغان سولې له پاره هڅې هیله بښوونکې بللې دي
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د افغانستان د سولې له پاره راونې هلې ځلې هیله بښونکې او د قناعت وړ بللې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باجوه دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د زمري ۱۰ مه پوځ ته په وینا کې کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان د افغانستان سولې ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې، د افغان سولې له پاره هلې ځلې روانې دي، چې په وینا یې دغه هڅې هیله بښونکې او د قناعت وړ دي.
 
جنرال قمر جاوید باجوه ټینګار کړی، چې د عمل پلان له مخې پاکستان د افغانستان د سولې په راتګ او خبرو ته د زمینې برابرولو هڅه روانه ساتي او دا لړۍ د قناعت وړ ده.

په ورته وخت کې باجوه د پاکستان پوځ ته سپارښتنه کړې چې د ترهګرۍ ضد مبارزه جدي کړي او وسله والې ډلې له منځه یوسي.

ده په ټاکنو کې د امنیت لپاره د پوځ له هڅو مننه کړې ده.

که څه هم پاکستان په وار وار ویلي، چې افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن دی، خو د افغان او امریکايي چارواکو په خبره دغه هېواد دوه ګوونی چلند کوي او تر اوسه یې په دې برخه کې عملي اقدامات نه دي کړي.

چارواکي او شنوونکي وايي، پاکستان په ظاهره په افغانستان کې د سولې او ثبات خبرې کوي، خو په عمل کې یې ټولو هغه ترهګرو ډلو ته چې په افغانستان کې ورانکاري فعالیتونه کوي، ځای ځایګی ورکړی او ملاتړ یې کوي.

څو ورځې وړاندې لوېدیځو رسنیو هم راپور ورکړ، چې په سیمه کې د داعش خراسان ډله پاکستان د خپلو ګټو له پاره جوړه کړې ده.

د دغه راپورونو له مخې د پاکستان پوځ او استخباراتو داعش د دې له پاره رامنځ ته کړی، چې که طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي، نو دوی به یې ځای ناستی داعش ولري او د هغه پر مټ به په سیمه کې خپلې ګټې خوندي کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي