۰

ارګ، سپېدار او یوناما د ولسمشرۍ ټاکنو د نېټې له اعلانه هرکلی وکړ

پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۷
ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست او افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د نېتې له اعلان څخه هرکلی کړی دی.
ارګ، سپېدار او یوناما د ولسمشرۍ ټاکنو د نېټې له اعلانه هرکلی وکړ
ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست او افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما  د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د نېتې له اعلان څخه هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون چهارشنبې د زمري ۱۰ مه اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل میاشتې په ۳۱ مه نېټه تر سره شي.

کمېسیون و ویل، چې د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره لومړنۍ طرحه جوړه شوې او دغه ټاکنې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پای ته رسېدو سره سم پیل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دغه اعلان څخه هرکلی کړی او په خبرپاڼه کې یې ویلي، چې حکومت په ټول توان هغه کوي، چې د سراسري، عادلانه او رڼو ټاکنو له پاره زمینه او سهولتونو برابر کړي.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست هم د دغه نېټې له اعلان څخه هرکلی کړی او په خبرپانه کې یې ویلي، چې حکومت چمتو دی، چې د ټاکنو کمېسیون سره په دې برخه کې همکاري وکړي تر څو پر ټاکنو د خلکو بې باوري له منځه ولاړه شي.

کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما هم په یوه خبرپانه کې ویلي، چې ملګري ملتونو د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د دغه اعلان څخه چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د ۲۰۱۹ کال د اپریل په ۲۰ مه تر سره کړي هرکلی کوي.

د دغه دفتر مشر تدامیچي یاماموتو په خبر پاڼه کې ویلي، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د نېټې اعلان په افغانستان کې د دیموکراسۍ له پاره یوه مهمه ورځ ده.

نوموړي ویلي، ملګري ملتونه ټولې غاړې هڅوي، چې په ټاکنو کې خپل رول ولوبوي تر څو د مهال وېش په اړه ډاډ تر لاسه او باوري او شفافو ټاکنو ته لار برابره او تر سره شي.

کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر مشر په ټینګار سره ویلي، چې ملګري ملتونه به په ټوله بې طرفۍ په دې ټاکنو کې هر ډول مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي