د اسدالله خالد په مشرۍ نوي خوځښت کابل کې د مودجودیت اعلان وکړ

11 اسد 1397 ساعت 11:02

د ملي امنیت د پخواني رییس اسدالله خالد په مشرۍ کابل کې (د ملي امید سبا) په نوم یوه نوي سیاسي خوځښت د موجودیت اعلان وکړ.


د ملي امنیت د پخواني رییس اسدالله خالد په مشرۍ کابل کې (د ملي امید سبا) په نوم یوه نوي سیاسي خوځښت د موجودیت اعلان وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غوځښت نن پنشنبې د زمري ۱۱ مه کابل کې خپل موجودیت اعلان وکړ، او دا خوځښت یې د افغانستان د ټولو وروڼو قومونو سیاسي خوځښت وباله.

دغه ګوند وايي، پالیسي یې د افغانستان پر ملي ګټو، ملي یووالي او ملي ثبات راټوله ده، چې د افغانستان د ګوټ ګوټ څخه د هر قوم ځوانان او مېرمنې په کې برخه لري.

د دغه نوي ګوند مشر اسد الله خالد د دې ګوند د موجودیت د اعلان په غونده کې و ویل، چې دغه ګوند یې دوه نیم کاله وړاندې جوړ کړی، چې تر اوسه یې غونډې او ناستې پټې او په پټه خوله وې، خو نن په رسمی ډول د خپل موجودیت اعلان کوي.

اسدالله خالد په دې مراسمو کې د خپل ګوند کړنلارې اعلان کړې او ویلې ویل، چې تر هر څه لومړی ورته افغانستان کې امنیت او ثبات مهم دی او د دغه هدف له پاره به نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

خالد زیاته کړه، چې دوهم هدف یې په افغانستان کې سوله او ثبات دی او په دې برخه کې د هر ډول اقداماتو هرکلي او دفاع او د سولې له پاره هڅه کوي، خو یوه باغزته سوله غواړي.

د ملي امید سبا ګوند مشر دغه راز په ملي یووالي ټینګار وکړ، او ویې ویل، هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان وروڼه قومونه یو د بل پر ضد وکاروي او قومي شخړې رامنځ ته کړي.

نوموړي په دې برخه کې پر حکومت غږ وکړ، چې د قومي نفاق اچوونې مخه نه یوازې باید ونیسي بلکې د ده په وینا خپله هم قومي تعصبونو او توپیرونو ته لمن ونه وهي.

دغه راز ده د رڼو ټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه وکړه، خو د ټاکنو پر اوسنی روان بهیر یې توندې نیوکې وکړې او ویل یې ویل، چې د نوم لیکنې په پروسه کې پراخه درغلي شوې، چې دوی ته د منلو نه ده.

هغه و ویل« کمېسیون وایي، څه باندې ۹ میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې او د حزب اسلامي مشر حکمتیار صیب وايي، چې درې میلیونه خو زه وایم، چې دوه میلیونه کسانو هم نوم لیکنه نه ده، تاسو د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه راغلی یۍ واقیعیت و وايي، چې رښتیا دومره کسانو نوم لیکنه کړې؟ موږ د افغانستان د روان کړکېچ د حل له پاره تر ټاکنو پرته بله لار نه لرو، خو موږ رڼې او عادلانه ټاکنې غواړو، د ټګۍ برګۍ ټاکنې راته د منلو نه دي او نه هم چا ته اجازه ورکوو.»

نوموړي په خپلو خبرو کې د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو د دې تر څنګ نورې نیوکې هم وکړې او ویې ویل، چې د دوی د کمزوری له امله افغانستان د کړنګ پر پوله والاړ دی.

هغه د ملي یووالي حکومت له خوا د ځینو بنسټیزو پروژو پلي کول یو نمایشي کار وباله او ویې ویل چې د حکومت مشران د افغانستان د ورانو بحرانونو د وتلو تر وده نه شي وتلای.

اسدالله خالد په خپلو خبرو کې د افغانستان د ژغورنې له پاره د نوي ائتلاف د رامنځ ته کېدو څخه هم هرکلی وکړ، خو ویې ویل، چې دوی په دې ائتلاف کې شامل دي.

باید و ویل شي، چې د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو، ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ د ټاکنو په رانېږدې کېدو سره یو ځل بیا ایتلافونو او سیاسي خوځښتونو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 106971

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106971/

جمهور
  https://www.jomhornews.com