لوګر کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

11 اسد 1397 ساعت 13:41

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور یې ژوندي نیولي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور یې ژوندي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي زیاته کړې، چې دغه عملیات تېره شپه د صفر یک قطعې د ځواکونو له خوا تر سره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د صفر یک قطعې ځواکونو د لوګر مرکز پل علم اړوند، بابوس په سرسنګ او الوزیو کلیو کې عملیات تر سره کړل، چې په ترڅ کې یې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ژوندي نیول شوي دي.

دی وايي، په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۷ عرادې موټر سایکلونه او یو موټر هم له منځه وړل شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 


د مطلب کود: 106982

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106982/

جمهور
  https://www.jomhornews.com