۰
مدني فعالان، حکومت ته!

د کندوز غم وخورۍ، که نه بیا به سقوط شي

پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۴
د کندوز یو شمېر مدني فعالان حکومت دغه ولایت ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي یاد ولایت یو ځل بیا د وسله والو په لاس د سقوط پر پوله ولاړ دی.
د کندوز غم وخورۍ، که نه بیا به سقوط شي
د کندوز یو شمېر مدني فعالان حکومت دغه ولایت ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي یاد ولایت یو ځل بیا د وسله والو په لاس د سقوط پر پوله ولاړ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مدني فعالان چې نن پنشنبې د زمري ۱۱ مه کابل کې راغوندي شوي وو و ویل، چې دا مهال د کندوز ولایت ټولې دروازې د وسله والو له خوا کلابندې شوې دي.

د دغه مدني فعالانو له ډلې د محمد رفیع کاکړ په نوم د کندوز یوه اوسېدونکي و ویل، چې کندوز ته د حکومت نه پاملرنې له امله دا ولایت د درېیم ځل له پاره د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

نوموړي زیاته کړه، چې دمګرۍ د کندوز ټولې لارې د وسله والو له خوا کلابندې شوې او یوازې د کندوز د مرکز کنټرول د حکومت په لاس کې دی.

هغه و ویل«دامهال د کندوز ۹۵ سلنه خاوره د وسله والو په لاس کې ده، خلک له ښاره بېرون نه شي وتلای، د ملکي وګړو مرګ ژوبله ورځ تربلې زیاتېږي.»

کاکړ وايي، د دې تر څنګ د کندوز ولایت خلک د ژوند له لومړنیو وړو اړتیاو هم نه دي برخمن، برېښنا او مخابراتي اسانتیاوې نشته او خلک له وېرې او ګواښ سره مخ دي.

دی زیاتوي، چې په دې ولایت کې څوک پانګونې ته زړه نه ښه کوي، جنايي جرمونه او سړي تښتونې خپل وروستي حد ته رسېدلې، خلک بې کاره دي او حکومت هم ورته هېڅ پاملرنه نه کوي.

د کندوز ولایت د مدني ټولنو دغه غړو پر حکومت غږ او ګواښ یې ورته وکړ، چې که د روان ناورین مخه ونه نیسی، نو دوی به لارو کوڅو ته راووزي او په لاریونونو به لاس پورې کړي.

باید و ویل شي، چې په تېر کې هم کندوز ولایت درې ځله د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی وو.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي