۰

بیا هم کندهار کې ماین چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۳
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بیا هم کندهار کې ماین چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د زمري ۱۱ مه غرمه مهال د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د شګو د ګودر په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار امنیتي چارواکي وایي، یو پلار له خپلو څلورو اولادونو سره پر موټر سایکل کور ته روان و، چې په یاده سیمه کې پر د سړک د غاړې ماین چاودلی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ سکرتر قسیم آزاد ویلي، په دې چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي، پلار او یو بل زوی یې ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم د کندهار د همدې ولسوالۍ د بالاژېړۍ په سیمه کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنې شپږ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي