سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو فراه ولایت کې پر یوه ملکي روغتون په برید کې د روغتون درې ساتونکي وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د زمري ۱۲ مه د فراه مرکز فراه ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د فراه د ملکي روغتون د بېړنۍ څانګې زویه نوکریوال ډاکتر ذکي احمدي ویلي، ناپېژانده وسله والو د روغتون د امنیتي پوستې پر ساتونکو برید وکړ، درې ساتونکي یې و وژل او د هغوی وسلې یې له ځان سره یووړې.
نوموړي زیاته کړه، چې درې واړه بریدګر وروسته په یوه فیلډ موټر کې په تېښته بریالي شول.
تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:فراه