۰

هرات کې د نوي کابلبانک ودانۍ کې اورلګېدنې زیان اړولی دی

شنبی ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۷
هرات ولایت کې د نوي کابلبانک ودانۍ کې اور لګېدلی و، چې د چارواکو په خبره ځاني زیان نه لري خو میلیونه افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی.
هرات کې د نوي کابلبانک ودانۍ کې اورلګېدنې زیان اړولی دی
هرات ولایت کې د نوي کابلبانک ودانۍ کې اور لګېدلی و، چې د چارواکو په خبره ځاني زیان نه لري خو میلیونه افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د زمري ۱۲ مه سهار د هرات ښار په امریت څلور لاري کې د نوي کابلبانک په څانګه کې رامنځ ته شوې ده.

سیمه ییز چارواکو ویلي، اور د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځ ته شوې، چې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په وینا ځاني زیان نه لري، میلیونونه افغانۍ مالیې زیان یې اړولی دی.

فرهاد ویلي، سیمې ته اطفایه پر وخت رسېدلې او نور ډېر زیان د اوښتو مخه یې په چټکۍ سره نیولې ده.

تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو چارواکي وايي، پلټنې پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي