۰

ننګرهار کې د زعفرانو د کرکیلې له پاره هڅې زیاتې شوې

شنبی ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۲
د کرنې او مالدارۍ وزارت په ننګرهار ولایت کې هم د زغفعرانو د کرکیلې او ترویج له پاره هڅې کړندۍ کړې دي.
ننګرهار کې د زعفرانو د کرکیلې له پاره هڅې زیاتې شوې
د کرنې او مالدارۍ وزارت په ننګرهار ولایت کې هم د زغفعرانو د کرکیلې او ترویج له پاره هڅې کړندۍ کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د همدې موخې له پاره یاد وزارت په ننګرهار کې په یو شمېر ګرونده ګرو د زعفرانو پیاز او نور اړین توکي ويشلي دي.

د زعفرانو پیاز او کرنیز توکي د دې ولایت د شیرزاد، پچیر اګام، نازیان، دوربابا او سپین غر ولسوالیو پر ځینې بزګرانو وېشل شوي دي.

د کرنې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه وايي، په ننګرهار ولایت کې د زعفرانو کرکېلې ښه نتیجه ورکړې ده نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې پر ځینو کروندګرو د زعفرانو پیاز او ځينې نور اړین توکي و ویشي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې رییس رفیع الله رحیمزی وايي، ننګرهار ددغه بوټي د کرلو لپاره مناسب اقلیم لري او دوی پرېکړه کړې چې په دغه ولایت کې د زعفرانو کرکېله پراخه شي.

د هغه په وینا د ننګرهار زعفران هم د کمیت له پلوه ښه دي او هم د کمیت له پلوه، نو ځکه یې د دغه بوټي د کرلو تروېج ته زړه ښه کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي