سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه قرارګاه نیولې او له لسګونه سرتېرو سره اړیکه پرې شوې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، لسګونه وسله والو تېره شپه (د زمري ۱۲ مه) چنارتو ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر دغه هډه برید وکړ، چې جګړې تر سهاره دوام درلود.
د جنارتو امنیه قوماندان اختر محمد وايي، جګړه ډېره سخته وه، چې له امله یې افغان پوځیان له قرارګاه په شاه شوي او دغه قرارګاه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
نوموړی وايي، په دغه پوځي هده کې تر سلو پورې سرتېرو دنده تر سره کوله، چې د لسګونه سرتېرو سره د قوماندانۍ اړیکې پرې شوې دي.
د چنارتو امنیه قوماندان اختر محمد وايي، دا مهال جګړه د ولسوالۍ د مرکز پر لور روانه ده.
د یادې ولسوالۍ ولسوال ولسوال فیض محمد هم د سختې جګړې پخلی کوي او وايي، که هوايي ځواک او تازه دمه سرتېري سیمې ته ونه رسېږي د ولسوالۍ مرکز به هم له ګواښ سره مخ شي.
په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، یو شمېر سرتېري د طالبانو سره یو ځای شوي، خو ډېری یې له سیمې په شاه شوي او نورو سیمو ته تللي دي.
د اروزګان امنیه قومندان سمونوال محمد معروف احمدزی بیا وايې، په نښته کې ۱۱ وسله وال برید کوونکي طالبان وژل شوي.
د هغه په وینا امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې سیمه د وسله والو له شتون څخه تصفیه کړي خو پدې اړه يې ډیر جزیات ور نه کړل.
طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم چنارتو کې د افغان پوځ د یوې قرارګاه د نیولو تر څنګ وايي، په دغه قرارګاه کې د افغان پوځ زیاته اندازه وسلې، مهمات او پوځي وسایط له د دغې ډلې وسله والو ته په لاس ورغلي دي.
جمهورخبري آژانس:ارزګان