۰

د افغانستان د علماو شورا د ټولنې د اصلاح په موخه کمېسیون جوړ کړی

شنبی ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۰
د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د ټولنې د اصلاح او د هر ډول فساد د مخنوي په موخه یو کمېسیون جوړ کړی دی او د دغه کمېسیون کاري کمېټې یې معرفي کړې.
د افغانستان د علماو شورا د ټولنې د اصلاح په موخه کمېسیون جوړ کړی
د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د ټولنې د اصلاح او د هر ډول فساد د مخنوي په موخه یو کمېسیون جوړ کړی دی او د دغه کمېسیون کاري کمېټې یې معرفي کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د علماو شورا دغه اقدام د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له فرمان وروسته اخیستی دی.

د علماوو شورا څه موده وړاندې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې له ولسمشر وغوښتل، چې په هېواد کې د ټولنې د اصلاح، د فساد مخنیوي، د ارشاد د پیاوړتیا، د علماوو د انسجام، د دیني مدرسو د نصاب او دغه راز د یوې دارالافتاح د جوړولو غوښتنه کړې وه.

ولسمشر غني هم د علماوو له دغه وړاندایز هرکلی وکړ او سپارښتنه یې کړې وه، چې د افغانستان علما د دې دغه کار له پاره یو کمېسیون جوړي کړي او د دغه کمېسیون د جوړېدو فرمان یې ورکړ.

د ولسمشر له دغه فرمان سره سم د افغانستان د علماو شورا هم د څلوریشت تنه دیني عالمانو یو کمېسیون جوړ کړی، چې کاري کمېټې یې نن شنبې د زمري ۱۳ مه د یوې ناستې
نوموړی چې د دغه کمېسیون مشري پر غاړه لري وايي، د کمېسیون لومړنۍ کمېټه به د ارشاد د پیاوړتیا او په هېواد کې د هر ډول فساد د مخنیوي له پاره کار کوي، دوهم کمېټه به د افغانستان د علماوو د انسجام او دغه راز د هېواد په کچه د یوې دارالافتاح د جوړولو په برخه او درېیمه کمېټه به هم د دیني مدرسو د نصاب د انسجام په برخه کې خپلې طرحې په مکمل توګه جوړې او حکومت ته به یې وړاندې کړي تر څو یې عملي کړي.
پر مهال معرفي شوې.

د ټولنې د اصلاح له پاره د دې کمېسیون د کاري کمېټو د معرفۍ په غونده کې د افغانستان د علماوو شورا رییس مولوي قیاالدین کشاف و ویل، چې دغه کمېسیون ۲۴ غړي او درې کاري کمېټې لري، چې د ټولنې د اصلاح په موخه به یوه طرحه جوړه کړي.

نوموړی چې د دغه کمېسیون مشري پر غاړه لري وايي، د کمېسیون لومړنۍ کمېټه به د ارشاد د پیاوړتیا او په هېواد کې د هر ډول فساد د مخنیوي له پاره کار کوي، دوهم کمېټه به د افغانستان د علماوو د انسجام او دغه راز د هېواد په کچه د یوې دارالافتاح د جوړولو په برخه او درېیمه کمېټه به هم د دیني مدرسو د نصاب د انسجام په برخه کې خپلې طرحې په مکمل توګه جوړې او حکومت ته به یې وړاندې کړي تر څو یې عملي کړي.

ښاغلي کشاف و ویل، دا چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، نو په دې پورته برخو کې د جدي او عملي ګامونو پورته کول یو اړین او مهم کار دی.

هغه زیاته کړه چې دغه کمېسیون او کمېتې به دېر ژر خپل کار په عملي بڼه پیل کړي.

په ورته وخت کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک و ویل، چې ولسمشر دغه کمېسیون په هېواد کې د اسلامي اهدافو د تحقق په موخه د جوړېدو امر ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د یاد کمېسیون د جوړېدو غوښتنه دیني عالمانو کړې وه او ولسمشر هم د دیني عالمانو د دغه غوښتنې سره سم غواړي، چې د ارګ او ممبر تر منځ واټن نور هم نېږدې او پیاوړی کړي.

ښاغلي خپلواک ټینګار وکړي، چې ټولې حکومتي ادارې به د علماوو د دغه کمېسیون پورتنۍ غوښتنې په جدي توګه عملي کړي.
 
باید و ویل شي، چې د دې کمېسیون د جوړېدو غوښتنه د علماوو په هغه ستره غونډه کې وشوه، چې څو میاشتې وړاندې په کې د هېواد په کچه تر ۳ زره دیني عالمانو برخه اخیستې وه او په افغانستان کې یې روانه جګړه او ځانمرګي بریدونه حرام وبلل.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي