۰

د افغانستان د علماو شورا د اختر په ورځو کې د اوربند غوښتنه وکړه

شنبی ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۴
د افغانستان د علماو سرتاسري شورا د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې د لوی اختر په شپو ورځو کې اوربند اعلان کړی.
د افغانستان د علماو شورا د اختر په ورځو کې د اوربند غوښتنه وکړه
د افغانستان د علماو سرتاسري شورا د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې د لوی اختر په شپو ورځو کې اوربند اعلان کړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د علماو شورا رییس مولوي قیام الدین کشاف چې نن شنبې د زمري ۱۳ مه یې د علماوو شورا د یوه کمېسیون د جوړېدو په غونده کې وینا کوله و ویل«له دولت او طالبانو دواړو مو غوښتنه دا ده، چې د اختر په شپو ورځو کې اوربند اعلان کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د جګړې ښکېل لوري باید دغه اوربند په داسې شکل اعلان کړي، چې اوږد مهاله وي او د سولې د خبرو له پاره زمینه برابره کړای شي، ځکه په وینا یې ولس نور له جګړې ستړی شوی او د سولې غوښتنه کوي.

ښاغلي کشاف و ویل، چې د اوربند د مدیریت په اړه ځینې اندېښې وړاندې کېږي، خو په وینا یې امنیتي ځواکونه باید د هر ټول غیر منتظره پېښو مخنیوی وکړي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک و ویل، چې حکومت د اختر په شپو ورځو کې د اوربند له پاره بشپړ چمتوالی لري.

نوموړي و ویل، چې ولسمشر غني د افغانستان د سولې بیرغ د علماو لاس کې ورکړی دی او هر ډول طرحه چې هېواد کې د جنګ جګړو او زور زیاتي د مخیوي په برخه کې دیني عالمان ورکوي، حکومت ته د منلو وړ دی.

ښاغلي خپلواک و ویل، چې حکومت هم د اوږمهاله اوربند د کېدو پلوي دی او ولسمشر به د اختر په شپو ورځو کې د اوربند په اړه د افغانستان له بېلا بېلو پاړکیو او په ځانګړې توګه دیني عالمانو سره سلا مشورې وکړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس وايي، په کوچیني اختر کې د اوربند اعلان د ولس له بې ساري هرکلي سره مخ شو، چې حکومت ته هم یوه ښه تجربه وه او دا ځل هم که اوربند اعلانېږي نو د مشخص میکانېزم پر بنسټ به اعلان شي.

خپلواک ټينګار وکړ، چې افغان حکومت په هېواد کې د تل پاتې او باعزت سولې د رامنځ ته کېدو او ټینګېدو په موخه له هرې لارې او هر ډول وسایلو ګټه اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې غربي رسنیو او دغه راز د افغان ولسمشر ماڼۍ یو وناند په خپلو خبرو کې و ویل، چې افغان حکومت او وسله وال طالبان د یوه بل اوربند په هڅه کې دي.

جمهورخبري آژانس: عبدالله امیني
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي