۰

افغانستان او ایران پر سوداګرو د بې ځایه فشارونو د مخنوي هڅه کوي

یکشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۵
د افغانستان او ایران چارواکو د دواړو هېوادونو تر منخ د سوداګرۍ او ترانزیټ برخې د اسانتیاو رامنځ ته کولو او پراخولو باندې هوکړه کړې ده.
افغانستان او ایران پر سوداګرو د بې ځایه فشارونو د مخنوي هڅه کوي
د افغانستان او ایران چارواکو د دواړو هېوادونو تر منخ د سوداګرۍ او ترانزیټ برخې د اسانتیاو رامنځ ته کولو او پراخولو باندې هوکړه کړې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د همدې کار له د افغانستان د ترانسپورت وزیر حمیدالله طهماسي د ایران په رسیمي بلنه دغه هېواد ته تللی و.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ښو او پراخو ترانزیتي اړیکو ته اړتیا لري او دا چاره د هېواد د پرمختګ لپاره اړینه ده.

د افغانستان د ترانسپورت وزیر ښاغلي طهماسي ویلي، چې له ایراني چارواکو سره یې د خبرو ډېر تمرکز پر چابهار بندر و، څو ژر تر ژره دغه بندر د سیمې د هېوادونو کارونې ته تیار شي.

په ورته وخت کې د هغه ایراني سیال عباس اخوندي بیا ویلي چې هر کال له ایران افغانستان ته ۱۸۰ زره لارۍ توکي انتقالېږي.

نوموړي زیاته کړه، دغه شمېر ته په کتو داسې ښکاري چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري په ښه کچه کې ده نو د دې اړتیا ده چې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

دوی دواړو خبریالانو ته ویلي چې د ترانزیت او سوداګرۍ په اړه یې پراخ بحثونه لرلي دي او په پای کې یو لړ هوکړو ته رسېدلي دي.

دواړو لورو هوکړه کړې چې په سوداګرۍ کې به اسانتیا رامنځ ته کوي او پر سوداګرو د بې ځایه فشارونو راوستلو مخه نیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي