د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې یا فاو له لوږې سره د مبارزې په خاطر د ۱۲۰ میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فاو ادرې ویلي، په بېوزله هېوادونو لکه افغانستان، سوریه او سوډان کې د لوږې خطر مخ پر زیاتېدو دی.
دغه ادارې چې مرکز یې د ایټالیا په روم ښار کې دی په یوه خبرپاڼه کې خبردارۍ ورکړی، چې د روان ۲۰۱۸ م کال په دوهم نیمايي کې په نړۍ کې د بېوزلی خطر مخ پر زیاتېدو دی.
د خبرپاڼې په وینا په افغانستان، سوډان او سوریه کې وچکالي، په بنګله دېش کې سخت ورښتونه، د منځنۍ افریقا په جمهوریت کې جګړې، په هیتي کې توپانونه او په عراق، میانمار او ساحل کې د حاصلاتو کموالي د دې سبب بللی چې په دغو هېوادونو کې بېړنیو مرستو ته اړتیا پیدا شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغو ستونزو لپاره ۱۲۰ ملیون ډالرو ته اړتیا ده څو د کال په پاتې شپږ میاشتو کې ۳ ملیونه او ۶ لکه تنو ته خوراکي مرستې برابرې کړي.
یادې ادارې ویلي، په نړۍ کې د ۳۳ ملیون تنو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د هغو یو ملیارد ډالرو، چې د کال په پیل کې یې غوښتي وو، تر ۳۰ فیصده لږې یې ترلاسه کړي دي.
د ملګروملتو د خوړو او کرنې اداره وايي، له نړیوالې ټولنې څخه غوښتې پیسې به په اغېزمن شویو هیوادونو کې د حاصلاتو او تخمونو د کیفیت په ښه کولو، زراعتي وسایلو، د څارویو په خوړو، واکسیناسیون او د اوبو لګولو د سیستمونو په ترمیمولو ولګوي.
جمهورخبري آژانس:کابل