د پکتيا په لجه منګل ولسوالي کې جګړه روانه ده

14 اسد 1397 ساعت 9:51

سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیا ولایت په لجه منګل ولسوالۍ کې جګړه پیل شوې، چې لا هم دوام لري، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.


سیمه ییز چارواکي وايي، د پکتیا ولایت په لجه منګل ولسوالۍ کې جګړه پیل شوې، چې لا هم دوام لري، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نشته.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ځايي چارواکو په خبره جګړه تېره شپه (د زمري ۱۳ مه) پیل شوې، چې اوس هم روانه ه.

د پکتیا د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل وايي، وسله وال طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته نېږدې شوي او ډزې پرې کوي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال زار محمد مندوزی هم د جګړې پخلی کوي خو وايي، ولسوالۍ ته د ځانګړو ځواکونو قطعه په لار ده او ډېر ژر به حالات کابو کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ګردېز لخوا ځانګړي او د ولسوالي له بلې خوا څمکنيو ولسوالي سرحدي ځواکونه د مرستې لپاره رسېدلي دي او ژر به حالات کنټرول کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107049

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107049/

جمهور
  https://www.jomhornews.com