۰

پروان کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی

یکشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۹
سیمه ییز چارواکي وايي، پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې جزیات نشته دي.
پروان کې پر بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې جزیات نشته دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن یکشنبې د زمري ۱۴ مه سهار شاوخوا شپږ بجې د پروان ولایت مرکز خلازيي په سیمه کې شوی دی.

د پروان د والي ویاند وحیدې شکهار ویلي، د بهرنیو ځواکونو موتریز کاروان له دغه سیمې د تېرېدو په حال کې و، چې ځانمرګی برید پرې شوی دی.

نوموړې زیاته کړې، چې ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی، خو د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه ځکه معلومات نه لري، چې تر برید وروسته سیمه د بهرنیو ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.

د پروان د والي ویاندې په دې اړه چې ځانمرګی پلی وو که موټر بم هم څه نه دي ویلي.

خپله بهرنیو ځواکونو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ادعا یې کړې، چې په دغه برید کې یې ۱۵ امریکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې هم د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې وه، چې د ځايي چارواکو په خبره یو بهرنی سرتېری په کې ټپي شوی وو.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي