کندوز کې د غیر مسووله وسله والو کسانو یوه ډله نیول شوې

14 اسد 1397 ساعت 11:45

سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په کندوز ولایت کې د غیر مسووله وسله والو کسانو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په کندوز ولایت کې د غیر مسووله وسله والو کسانو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.

د جمهور آژنس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې د دغه ډلې مشري د قوماندان غفار قره قول په نوم یوه کس کوله.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، د وسله والو دغه ډله د کندوز په خان آباد ولسوالۍ د قرم قول په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې نیول شویو کسانو له خلکو په زروه عشر، ذکات او باج اخیست، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

بل خوا د کندوز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د همدې خان آباد ولسوالۍ په چهارتوت سیمه کې د نقیب الله فدايي په نوم یو تن چې په غلاو تورن دی نیولی دی.

دغه راز چارواکو زیاته کړې، چې تر دې پېښو وړاندې امنیتي ځواکونو د قوماندان متین په نوم یو کس چې خپلسری او زورواکی وو هم نیولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107055

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107055/

جمهور
  https://www.jomhornews.com