ننګرهار کې ځانمرګي برید پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

15 اسد 1397 ساعت 9:32

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یوه ځانمرګي بریدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې او د امنیتي ځواکونو تر پېژندنې وروسته ځان ته چاودنه ورکړې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یوه ځانمرګي بریدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې او د امنیتي ځواکونو تر پېژندنې وروسته ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون یکشنبې د زمري ۱۴ مه ماښام مهال د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار اړوند بهسودو پله په سیمه کې رامنځ ته شوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، امنیتي ځواکونو په یاده سیمه کې تلاشي کوله او د تلاشۍ پر مهال یې یو ځانمرګی پېژندلی چې د برید د مخنیوي پر مهال ځانمرګي ځان ته چاودنه ورکړې ده.

نوموړي و ویل«ځانمرګي غوښتل پر افغان ځواکونو برید وکړي، خو د محمد عمر په نوم د افغان پوځ یوه سرتېري دغه ځانمرګی پېژندلی او هغه یې ټينګ په غېږ کې نیولی و، تر څو یې نورو ملګرو ته زیان ونه رسيږي، خو په همدې حال کې ځانمرګي ځان ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې خپله محمد عمر شهید شوی او د درې سرتېرو په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.»

خو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نجیب الله کاموال وايي، د پېښې له ځایه دوی ته د درې سرتېرو جسدونه او څلور تنه ټپیان وروړل شوي، چې درې سرتېري او یو په کې ولسي وګړی دی.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې امنیتي وضعیت خراب شوی او دا په نېږدې تېرو دوه اونیو کې پنځم ځانمرګی برید دی، چې کېږي.

پرون په یوه روغتون کې ماین چاودنه هم شوې او تر هغې وړاندې د ننګرهار څخه ولسي جرګې ته پر یوه نوماندان، د قابله ګانو پر یوه مرکز او دغه راز د ننګرهار د پوهنې پر ریاست هم ډلیز ځانمرګي بریدونه شوي وو، چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

اوس د جلال آباد ښار امنیت د نورو ځواکونو تر څنګ افغان پوځ ته سپارل شوی خو له دې سره سره هم خلک په دغه ښار کې د امنیتي وضعیت څخه ډادمن نه ښکاري.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 107078

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107078/

جمهور
  https://www.jomhornews.com