اندونیزیا کې د د زلزلې له امله ۸۲تنه مړه شوي دي

15 اسد 1397 ساعت 9:44

اندونیزیا کې د یوې سخت زلزلې له امله ۸۲ تنو خپل ژوند له لاس ورکړی، ګڼ شمېر ټپیان او لسګونه ودانۍ زیانمنې شوې دي.


اندونیزیا کې د یوې سخت زلزلې له امله ۸۲ تنو خپل ژوند له لاس ورکړی، ګڼ شمېر ټپیان او لسګونه ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي زلزله د ریکتر په اندازه ۷ درجې وه او د لمبوک ګڼې سیمې یې لړزولې دي.

 د اندونیزیا د کورنیو چارو وزیر کی شانموګام چې د زلزلې په وخت په لمبوک کې موجود و، په خپل فیس بک ولیکل چې کله زلزله وه نو په خپل ځاې ودریدل مشکل و.

د هغه په وینا د زلزلې پر مهال د هوټل د ودانۍ په دېوالونو کې چاودنې شوې دي او په دغه سیمه کې د برېښنا جریان هم پرې شوی دی.

ځايي رسنۍ وايي، د لمبوک زیاتره سیمو کې برېښنا پرې شوې، ځینې ودانۍ راغورځېدلې او خلک د خاورو خځلو په لرې کولو بوخت دي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې په دې زلزله کې تر اوسه ۸۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰ نور ټپیان شوي، خو د مړو او ټپیان د زیتېدو احتمال شته دی.

د اندونیزیا حکومت د خلکو غوښتي چې د سمندر نه دې لرې و اوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107080

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107080/

جمهور
  https://www.jomhornews.com