د پاکستان د کورنیو چارو وزارت:

خیبرپښتونخوا کې د نجونو د ښوونځو سوځوونکي عاملین مو نیولي

15 اسد 1397 ساعت 10:16

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو هغه کسان نیولي، چې په خیبرپښتونخوا کې یې د نجونو په ښوونځیو بریدونه کول او د هغوی کورنۍ یې ګواښلې.


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو هغه کسان نیولي، چې په خیبرپښتونخوا کې یې د نجونو په ښوونځیو بریدونه کول او د هغوی کورنۍ یې ګواښلې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان حکومت ویلي، وسله والو د تېرې شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په دیامر سیمه کې د نجونو ۱۲ ښوونځیو باندې بریدونه وکړل او هغه یې وسوځول.

د دوی په وینا وسله والو د دغه کار تر څنګ د زده کوونکو کورنیو ته هم جدي ګواښ کړی، چې که خپل اولادونه ښوونځي ته واستوي نو د دوی کورونه به هم ور وران کړي.

په خیبرپښتونخوا کې له دغه پېښو وروسته سیاسي ګوندونو او سیاسي څېرو له حکومت څخه په جدي ډول وغوښتل، چې د دې پېښې عاملین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

له دې سره تر څنګ د پاکستان قضايي ارګان هم له حکومته غوښتي، چې په دې برخه کې بېړني اقدامات وکړي، چې د پاکستان د حکومت په وینا دوی هم لاس په کار شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې پېښو وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات او پلټې پیل کړې، چې د تېرې ورځې په عملیاتو کې د ښوونځیو د سوځولو ۳۱ تنه عاملین ونیول شول.

دغه وازت زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې دوه وسله وال وژل شوي هم دي او د یوه پولیس په ګدون یو شمېر نور ټپیان  شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 107083

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107083/

جمهور
  https://www.jomhornews.com