۰

سعودي عربستان له خپلې خاورې د کاناډا سفیر و ویست

دوشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د کانادا سفیر ته ویلي، چې په ۲۴ ساعتونو کې د دوی له هېواد څخه ووځي.
سعودي عربستان له خپلې خاورې د کاناډا سفیر و ویست
د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د کانادا سفیر ته ویلي، چې په ۲۴ ساعتونو کې د دوی له هېواد څخه ووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ریاض د کاناډا سفیر په دغه هېواد کې یو نامطلوب شخص بللی او د هغه د ایستلو پرېکړه او امر یې کړی دی.

سعودي عربستان نه یوازې له خپلې خاورې کاناډايي سفیر ایستلی، بلکې په کاناده کې یې د ریاض سفیره هم غوښتي، چې دغه هېواد برېږدي او سعودي عربستان ته راستون شي.

سعودي عربستان دغه ګام وروسته له هغې پورته کوي، چې ریاض کې د کاناډا سفیر د مدني فعالانو د غوشي کولو فوري غوښتنه وکړه.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د کاناډايي سفیر دغه څرګندونې د سعودي په کورنیو چارو کې ښکاره لاس وهنه ده.

په خبرپانه کې ټینګار شوی، چې سعودي عربستان د کاناډا په کورنیو چارو کې نه لاس وهنې ته ژمن و او دی خو په عین وخت کې وايي، د سعودی په کورنیو چارو کې د بل هېڅ هېواد لاسونه ورته د منلو نه ده او پر وړاندې به یې له دې زیات اقدامات تر سره کړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دوی به د سعودي او کاناډا تر منځ ټولې سوداګریزه معاملې او پانګونې ودروي.

خو کانادا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي