دې انټرنشنل:طالبان په ختیځ کې د داعش ضد عملیات پيلوي

15 اسد 1397 ساعت 10:40

راپورونه وايي، وسله وال طالبان په پلان کې لري، چې د افغانستان په ختیځ کې د داعش پر ضد پراخ عملیات پیل کړي.


راپورونه وايي، وسله وال طالبان په پلان کې لري، چې د افغانستان په ختیځ کې د داعش پر ضد پراخ عملیات پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راپور د ډي انټرنشنل په نوم یوې نشریې د طالب سرچینو له قوله کړی دی او زیاته کړې یې ده، چې د دې کار له پاره ځینې طالب قوماندان لا له وړاندې ختیځ زون ته رسېدلي دي.

نشریه لیکلي، طالبانو داسې پلان جوړ کړی، چې تر کونړ او نورستان وروسته خپل ټول جنګیالي د هېواد له بېلو برخو را وبولي او په ننګرهار کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره پراخ عملیات پيل کړي.

سرچینه وايي، د همدې عملیاتو په موخه ګڼ طالب قومندانان ننګرهار ته رسېدلي دي او دوی هلته پر خپلو پلانونو کار کوي، چې د داعش پر وړاندې څه ډول عملیات پیل کړي.

طالب سرچینو دغه نشریې ته ټینګار کړی، چې طالبان غواړي او کلک هوډ لري، چې په ختیځ زون کې د داعش لمن ورټوله کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې طالبانو په جوزجان ولایت کې هم د داعش پر ضد پراخ عملیات پیل کړي، چې د جوزجان د چارواکو په خبره دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي دا هم وايي، په دې جګړه کې طالبان پر داعش غښتلي دي او دېری سیمې یې له داعشیانو نیولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107086

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107086/

جمهور
  https://www.jomhornews.com