پکتیکا کې ۱۰ پولیس سرتېري وژل شوي دي

15 اسد 1397 ساعت 10:49

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پکتیا ولایت کې د پولیسو پر امنیتي پوسته په برید کې ۱۰ پولیس سرتېري وژلي او یو تن یې ژوندی بېولی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو پکتیا ولایت کې د پولیسو پر امنیتي پوسته په برید کې ۱۰ پولیس سرتېري وژلي او یو تن یې ژوندی بېولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو د پکتیا ولایت په سروضې ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو ډلیز بریدونه کړي دي.

د سروضې ولسوالۍ امنيه قوماندان نورخان وايي،، دغه ډله ييز بريد د یکشنبې په شپه د دې ولسوالۍ د سرحد په نوم سيمه کې د ملي پوليسو پر يوه امنيتي پوسته شوی دی.

طالبانو هم ویلي، چې په یاده سیمه کې یې د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی، ټول پولیس یې په کې وژلې د هغوی وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.

دا په داسې حال کې چې طالبانو وړمه شپه پکتیکا په ګاونډ د پکتيا په لجې منګل ولسوالۍ کې پر افغان امنیتي ‌ځواکونو بریدونه کړي و، چې د چارواکو په خبره اته افغان امنيتي سرتېري یې وژلي او دوه نور یې له ځان سره ژوندي بيولي دي.

خو د پکتیا امنیه قوماندان ویلي، دوی د لجه منګل په جګړه کې طالبانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی، ۲۳ تنه یې درې وژلي، ګڼ شمېر نور یې ټپیان او له ولسوالۍ څخه یې پر شاه تمبولي دي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
 


د مطلب کود: 107088

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107088/

جمهور
  https://www.jomhornews.com