ډاکتر عبدالله:

د ټاکنو په تړاو د خلکو اندېښو ته باید ځواب و ویل شي

15 اسد 1397 ساعت 11:35

د افغان حکومت اجرائیه رییس وايي، د راتلونکو ټاکنو په تړاو د خلکو اندېښې او شکونه باید لرې او د ټاکنو د روڼتوب له پاره باید کار وشي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس وايي، د راتلونکو ټاکنو په تړاو د خلکو اندېښې او شکونه باید لرې او د ټاکنو د روڼتوب له پاره باید کار وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن دوشنبې د زمري ۱۵ مه د کابینې په غونده کې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید په خپل وخت تر سره شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې ټاکنې باید په شفاف ډول تر سره شي او په دې اړه د ولس اندېښنو او شکونو ته ځواب و ویل شي تر څو خلک د ټاکنو له سیستم څخه ډاده او ټاکنې ټولو ته د منلو وړ شي.

عبدالله زیاته کړې، چې د ټاکنو د شفافیت او د خلکو د اندېښنو لرې کولو له پاره کار وشي خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

که څه هم عبدالله په دې اړه نور څه ونه ویل خو ښايي دغه څرګندونې یې د یو شمېر سیاسي ګوندونو هغه طرحې ته اشاره وي، چې وايي ټاکنیز نظام دې بدل کړای شي او تاکنې دې په بایو متریک سیستم رامنځ ته شي.

د همدې طرحې په اړه له تېرو څو ورځو راهیسې، د حکومت، سیاسي ګوندونو او ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ګډې کمېټې تر منځ ناستې او خبرې اترې روانې دي، چې ویل کېږي اوس بې پایلې پای ته رسېدلي دي.

د دغه کمېټې یو تن غړي محمد ناطقي ویلي دوی ته په خبرو کې جوته شوې، چې د ټاکنو کمېسیون، حکومت او یوناما غواړي ټاکنې د همدې اوسنۍ پروسې په اساس تر سره کړي، چې د ده په وینا دغه څه سیاسي ګوندونو ته د منلو نه دي او سیاسي ګوندونه نه غواړي، چې له درغلۍ ډکې ټاکنې تر سره شي.

خو حکومت وايي، سیاسي ګوندونه دې له ټاکنو جدي نظارت وکړي او له کمېسیون څخه یې هم غوښتي، چې سیاسي ګوندونو ته د نظار او څار زمینه برابره کړي.

د ولسمشر د دوهم مرستیال مطبوعاتي دفتر د دغه کمېتې له ناستې وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د وخت او تخنیک له امله په بایومتریک ډول د ټاکنو تر سره کېدل ډاډمن کار نه دی او دغه راز د ټاکنیز نظام بدلون هم یوه لوی او ملي بحث ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107091

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107091/

جمهور
  https://www.jomhornews.com