بنګلدیش کې د امریکا د سفیر پر موټر وسله وال برید شوی دی

15 اسد 1397 ساعت 11:43

راپورونه وایي، بنګلدېش کې د امریکا د سفیر پر موټر وسله وال برید شوی، خو په برید کې سفیر ته کوم زیان نه دی رسېدلی.


راپورونه وایي، بنګلدېش کې د امریکا د سفیر پر موټر وسله وال برید شوی، خو په برید کې سفیر ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د زمري ۱۴ مه د بنګلدېش پلازمېنه ډاکه کې رامنځ ته شوې ده.

ډاکه کې د امریکا سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سفیر پر موټر د برید پخلی کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې چې موټرسایکل سپرو وسله والو د سفیر پر موټر ډزې کړې دي، خو په پېښه کې د سفیر په ګډون هېچا ته زیان نه دی اوښتی.

د بنګلدیش حکومت وايي د پېښې هر اړخیزه پلټنه یې پيل کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107092

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107092/

جمهور
  https://www.jomhornews.com