د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله وایي، د هېواد په شمال کې له تسلیم شویو داعش وسله والو د جنګي بندیانو به شان چلند وشي او د هغوی پر جنایت په سترګې پټې نه شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله نن دوشنبې د زمري ۱۵ مه د وزیرانو شورا په ونده کې و ویل، چې تسلیم شوي داعشیان به تر عدلي او قضايي څار لاندې راوستل شي.
د هغه په وینا د تسلیم مانا دا نه ده، چې څوک دې جنایت وکړي او کله چې کړۍ پر راتنګ شي نو دولت ته دې تسلیم شي او دولت دې هم د هغوی پر جنایتونو سترګې پټکې کړي.
نوموړي د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول د سرپل ولایت اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د دغه ولایت په میرزاولنګ دره کې د داعش ډلې له خوا د ملکي افغانانو د وژلو پيښه به د قانون پر بنسټ وڅیړل شي.
عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تېره اونۍ د هېواد په شمال جوزجان ولایت کې تر ۲۰۰ پورې داعش وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شول.
جمهورخبري آژانس:کابل