هلمند کې طالب قوماندان د خپلې کورنۍ د غړو سره ماین چاودنه کې وژل شوی

15 اسد 1397 ساعت 15:54

سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو یو مهم قوماندان د خپلې کورنۍ له یو شمېر غړو سره د خپل جوړ کړي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو یو مهم قوماندان د خپلې کورنۍ له یو شمېر غړو سره د خپل جوړ کړي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند له مطبوعاتي دفتره نن دوشنبې د زمري ۱۵ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بېښه د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د شمالان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په یاده سیمه کې د باران په نوم طالب قوماندان په خپل کور کې ماین جوړاوه، چې خپل پرې چاودلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې چاودنه کې خپله قوماندان باران او د کورنۍ دوه غړي یې وژل شوي او ۱۱ نور غړي یې ټپیان شوي دي.

سرچینه کاږي، چې په ټپیان کې ۷ ماشومان او څلور هم مېرمنې دي، چې سخت ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 


د مطلب کود: 107104

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107104/

جمهور
  https://www.jomhornews.com