د هرات شینډنډ کې د طالبانو مهم مرکز افغان ځواکونو نیولی

15 اسد 1397 ساعت 16:27

سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو تر ټولو مهم مرکز افغان ځواکونو نیولی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو تر ټولو مهم مرکز افغان ځواکونو نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد زیاتوي، چې ګډو افغان ځواکونو نن دوشنبې د زمري ۱۵ مه په شینډنډ ولسوالۍ کې د سحرګاه په نوم پوځي عملیات پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د عملیاتو په ترڅ کې د شهرآباد، سنکچال او امارت سیمې د افغان ځواکونو له خوا د وسله والو له شتون څخه پاکې کړای شوی دي.

دی زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې هغه سیمه او د طالبانو مهم مرکز هم د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلی، چې طالبان له کلونو په کې اوسېدل او غوندې یې په کې کولې.

د هرات د والي ویاند وايي، د طالبانو دغه مرکز د شهرآباد په سیمه کې و، چې د ملا شېرګل قرارګاه نومېده.

دی وايي، له دې مرکز څخه ګنې وسلې، چاوېدونکي توکي او نور مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

فراها وایي، عملیات لا هم روان دی او تر هغه به دوام وکړي، تر څو ټولې سیمې له طالبانو نه وي پاکې شوې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 107110

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107110/

جمهور
  https://www.jomhornews.com