د بلک هاک الوتکو ۹ پيلوټه او ۸ نښه ویشتونکي فارغ شول

16 اسد 1397 ساعت 8:51

د هېواد په سویل کې د نړیوالو ځواکونو له لوري د بلک هاک پوځي الوتکو روزل شوي ۹ پیلوټان او دغه راز ۸ نښه ویشتونکي فارغ شول.


د هېواد په سویل کې د نړیوالو ځواکونو له لوري د بلک هاک پوځي الوتکو روزل شوي ۹ پیلوټان او دغه راز ۸ نښه ویشتونکي فارغ شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی درې میاشتې پوځي زده کړې تر لاسه کړې او پرون یې د فراغت سندونه تر لاسه کړل، چې ورسره به د جګړې تودو کرښو ته ستانه شي.

له دغه زده کړو څخه موخه د افغان پوځ په ځانګړې توګه د هوايي ځواک پیاوړي کول او د جګړې په کرښو کې پر وسله والو د فشار راوړل او د ځمکنیو ځواکونو مرسته ښودل شوې ده.

په سویل کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي عملیاتو مرستیال ډګروال کرسټوپر وايي، افغان هوايي ځواک پیاوړی دی او په تېرو څو مياشتو کې د جګړې پر مهال د بلک هاک الوتکو په مرسته سلګونه پوځيان د جګړې کرښو ته ولېږدوي او د ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ په هدف اکمالاتي پروازونه ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان هوايي ځواکونو ته له وخت او حالاتو سره سمه روزنه ورکول شوې ده او دوی توانېدلي چې په جنوبي حوزه کې د افغان پوځيانو د انتقال په برخه کې ۷۰۰ پروازونه او د ۶۱ زره فونډه په اندازه اکمالات ترسره کړي.

ډګروال کرسټوپر په وینا د افغان هوائي ځواکونو شمېر چې څومره زیاتېږی، هغومره یې مسؤليتونه او اغېز هم ډېرېږي.

بل خوا په سویل کې د افغان هوائي ځواکونو د لوا قوماندان جنرال رازق شېرزی وایي، د افغان هوائي ځواکونو ظرفيتونه د پخوا په پرتله لوړ شوي او اوس له نړيوالو ځواکونو سره په همږغۍ په هوايي عملياتو کې برخه اخلي.

باید و ویل شي، چې تر اوسه د امریکا له خوا افغان هوايي ځواک ته شل بلک هاک الوتکې ورکول شوي، خو امریکا ویلي، چې د ۲۰۲۴ میلادي کال پورې به افغان پوځ ته ۱۵۴ بلک هاک الوتکې وسپاري چې د وسله والو پر ضد به په عمليات کې برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107116

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107116/

جمهور
  https://www.jomhornews.com