۰

عمران خان د پاکستان صدارت څوکۍ ته رسمآ ځان نوماند کړ

سی شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۹
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند خپل مشر عمران خان رسمآ د دې هېواد د لومړي وزیر څوکۍ ته ونوماوه.
عمران خان د پاکستان صدارت څوکۍ ته رسمآ ځان نوماند کړ
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند خپل مشر عمران خان رسمآ د دې هېواد د لومړي وزیر څوکۍ ته ونوماوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ګوند غړو د پارلماني کمېټې پرون دوشنبې د زمري ۱۵ مه په یوه غونده کې دغه پرېکړه وکړه.

د پاکستان په ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند ټولو بریالیو وکیلانو په اسلام آباد کې د دغه غونډې پر مهال په یوه خوله عمران خان د صدارت څوکۍ ته نوماند کړ.

دغه وړاندیز د تحریک انصاف ګوند د مهم غړي شاه محمود قریشي له خوا وړاندیز شوی وو چې وکیلانو هم ورسره ومنله.

که څه هم د پاکستان په تېرو ټاکنو کې د عمران خان ګوند تر ټولو مخکښ او ډېرې څوکۍ یې ګټلې خو دومره نه وې، چې دی د صدارت څوکۍ ته ورسوي.

خو ویل کېږي عمران خان د دغه څوکۍ د تر لاسه کولو له پاره له نورو ګوندونو سره د ايتلافي حکومت په رامنځ ته کولو بوخت دی.

عمران خان پر داسې مهال د خپل ګوند له خوا د صدارت څوکۍ ته نومول شویو چې ها خوا یې مخالفو سیاسي ګوندونو ویلي، چې دوی په ملي اسمبلۍکې به د تحریک انصاف ګوند د صدراعظم د کاندید په مقابل کې ګډ کاندید ودروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي