تر امریکا وروسته چین مټې رانغښتې چې له طالبانو سره وګوري

16 اسد 1397 ساعت 9:16

راپورنه وايي، د امریکايي چارواکو او وسله والو طالبانو د استازو تر مخامخ خبرو وروسته اوس چین مټې رانغښتې، چې د افغانستان د سولې په برخه کې رول ولوبوي او د طالبانو سره وګوري.


راپورنه وايي، د امریکايي چارواکو او وسله والو طالبانو د استازو تر مخامخ خبرو وروسته اوس چین مټې رانغښتې، چې د افغانستان د سولې په برخه کې رول ولوبوي او د طالبانو سره وګوري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورنه زیاتوي، پیکنګ غواړي د افغانستان د ۱۷ کلن بحران د هواري په برخه کې رول ولري.

د امریکایې ورځپاڼي فایننشل ټایمز په یوه راپور کې ویلي پاکستان له چنیايي چارواکو غوښتي، چې له افغان طالبانو سره وګوري، چې د ورځپاڼې په باور دا د افغانستان د سولي د هڅو په لړ کې یو نوی پرمختګ دی.

دا خبره یوه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فایننشل ټایمز ته کړې او ویلي یې دي، چې چین غواړي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د هرډول خبرو اترو په هڅو کې برخه واخلي.

ورځپانې زیاته کړې، چې د تېرکال په اوږدو کې هم چینایې چارواکو څو ځلي په هغه هېواد کې د افغان طالبانو کوربه توب کړی دی ، خو د هغوی د وروستۍ لیدني دقیق وخت معلوم نه دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه خبري اتري ندي رد کړي او ویلي یې دي چې پیکنګ تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي د هڅو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دریو میاشتو کې څو ځلې امریکايي چارواکو او د طالبانو استازو په قطر کې مخامخ خبرې سره کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107120

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107120/

جمهور
  https://www.jomhornews.com