ولسمشر غني: د لوی اختر په شپو کې پر اوربند کار روان دی

16 اسد 1397 ساعت 9:33

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت د لوی اختر په شپو ورځو کې له وسله والو طالبانو سره د اوربند پر کولو کار روان کړی دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت د لوی اختر په شپو ورځو کې له وسله والو طالبانو سره د اوربند پر کولو کار روان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون دوشنبې د زمري ۱۵ مه ارګ کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو له استازو سره په کتنه کې کړې دي.

ښاغلي غني په تېر کوچیني اختر کې له طالبانو سره کړی اوربند یوه لاس ته راوړنه او بریالی تجربه وبلله او ویلي یې دي، چې حکومت په لوی اختر کې هم د اوربند له پاره کار کوي.

ولسمشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړاندې د سولې د عالي شورا د دارلانشا رییس محمد اکرم خپلواک هم په یوه غونده کې و ویل، چې افغان حکومت د بیا ځلي اوربند له پاره بشپړ چمتوالی لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د علماوو شورا هم د حکومت او طالبانو څخه د بیا اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي، دواړه لوري دې اوږد اوربند وکړي، تر څو د سولې د مذاکراتو له پاره لار هواره او د افغانستان روان ناورین او خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.

بل خوا ولسمشر غني د سیاسي ګوندون له استازو سره د سولې په اړه هم خبرې اترې وکړې او دا خبره یې رد کړه، چې ګنې حکومت امنیتي ځواکونه له ځینو سیمو شاه ته کوي.

ښاغلي غني و ویل، چې دولت د امن سیمو د رامنځ ته کولو پالیسي نه لري، او ټنګار یې وکړ، چې د سولې خبرې به د افغان حکومت په مشرۍ تر سره کېږي، خو د ترسره کېدو له پاره به یې د سیاسي ګوندونو او مختلفو ابعادو سره سلا مشوره کېږي.

دغه راز ولسمشر په دې لیدنه کې د سیاسي ګوندونو له استازو سره د راتلونکو ټاکنو په اړه هم خبرې اترې کړې او د یو شمېر سیاسي ګوندونو د طرحو او وړاندیزونو په اړه یې هغوی ته ویلي، چې په ګده یو ګروپ جوړ کړي تر څو په دې اړه هر اړخیزه خبرې اترې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107122

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107122/

جمهور
  https://www.jomhornews.com