۰
امریکايي استازی راند پال:

ولسمشر ټرمپ په کلکه غواړي افغان جګړه پای ته ورسول شي

سی شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۲
لاسنجلس ټایمز نشریې په یوه مطلب کې د امریکايي استازي راند پالل له قوله وايي، ولسمشر ټرمپ په کلکه غواړي افغان جګړه پای ته ورسول شي.
ولسمشر ټرمپ په کلکه غواړي افغان جګړه پای ته ورسول شي
لاسنجلس ټایمز نشریې په یوه مطلب کې د امریکايي استازي راند پالل له قوله وايي، ولسمشر ټرمپ په کلکه غواړي افغان جګړه پای ته ورسول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې زیاته کړې، چې د افغانستان جګړه د امریکا د حکومت او خلکو له پاره یوه تر ټولو اوږده، خونړۍ، درنه او د لګښتونو ډکه جګړه ده.

د لاسنجلس ټایمز لیکلي، ولسمشر ټرمپ په وروستیو کې هڅې پيل کړې،چې په افغانستان کې خپله جګړه پای ته ورسوي او په وینا یې که چېرته دغه جګړه په رښتیا هم پای ته ورسوي، نو دا به د امریکا له پاره یوه ستره بریا وي.

د نشریې په باور ښاغلي ټرمپ د همدې جګړې د پای ته رسېدو په موخه خپل ديپلوماتان ګومارلي چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

امریکايي استازي راند پال هم دغه نشریې ته تایید کړې، چې ولسمشر ټرمپ په کلکه غواړي افغان جګړه پای ته ورسول شي او د امریکايي وګړو پر مالیاتو دا دروند بار لرې شي.

د پال په خبره ټرمپ په ځلونو ورته ویلي، چې غواړي خپل سرتېري له افغانستان وباسي، چې په همدې لړ کې له طالبانو سره مخامخ خبرې هم پيل کړې دي.

خو هغه وايي چې لا هم په افغانستان کې د امریکا او نړۍ امنیت ته خطرونه موجود دي او لا هم داسې ډلې شته چې که فعالې پرېښودل شي امریکا او د امریکا متحدو هېوادونو ته ګواښونه جوړولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي