فراه کې طالبانو او افغان سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

16 اسد 1397 ساعت 10:19

سیمه ییز چارواکي فراه ولایت کې له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.


سیمه ییز چارواکي فراه ولایت کې له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ د دهزک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، جګړه هغه مهال ونښته، چې وسله والو طالبانو په یاده سیمه کې د افغان پوځ پر دریو پوستو بریدونه پیل کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې څلور افغان پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي، خو په وینا یې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ دغه شپږ ساعته جګړه د افغان هوايي ځواک پر مټ نن سهار څلور بجې پای ته ورسېده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 


د مطلب کود: 107128

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107128/

جمهور
  https://www.jomhornews.com