۰

له هرات هم د سولې غږ پورته او یو کارون مخ پر کابل راوان دی

سی شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۸
له هرات څخه هم د سولې غږ پورته شو او د دغه ولایت د معلولینو یوه ډله چې پر ټټر یې موږ سوله غواړو شعار لیکلي مخ پر کابل روان شوي دي.
له هرات هم د سولې غږ پورته او یو کارون مخ پر کابل راوان دی
له هرات څخه هم د سولې غږ پورته شو او د دغه ولایت د معلولینو یوه ډله چې پر ټټر یې موږ سوله غواړو شعار لیکلي مخ پر کابل روان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د معلولینو د سولې کاروان ډلې نن سه شنبه د زمري ۱۶ مه مخ پر کابل پلی حرکت پیل کړی دی.

نوموړي په خپلو شعارونه کې وايي، نور له جګړې ستړي شوي او د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي، چې سوله وکړي او د افغانستان روان بحران ته د خبرو له لارې د پای ټکی کېږي.

د هراتي سولې کاروان د غړو د دغه حرکت یوه بله موخه هم دا ده، تر څو د نړیوالو پام هم د افغان سولې خوا ته راوړي او ورته وشي، چې افغانان نور د جګړې او وژل کېدو توان نه لري.

له هرات څخه دغه کاروان پر داسې مهال مخ په کابل حرکت کوي، چې تر دې څو میاشتې وړاندې له هلمند ولایت څخه هم د سولې یو کاروان کابل ته راغلی دی.

هلمندي کاروان تر نېږدې دریو اونیو پلي سفر وروسته ځان کابل ته راورساوه او له پیله تر اوسه یې له دولت او طالبانو غوښتنه دا ده، چې اوربند وکړي، د سولې خبرې پیل کړي او روانو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

د هلمند د سولې کاروان کابل ته تر رسېدو وروسته د بېلا بېلو هېوادونو د سفارتونو مخې ته د پرلټې خېمې هم ودرولې او له دغه هېوادونو یې وغوښتل، چې د افغان سولې له پاره ریښتینې هڅه وکړې.

دوی د ملګرو متلونو د دفتر، د امریکا، انګلستان، روسیې، پاکستان او ایران سفارونو مخې ته پرلټ وکړو او له دغه هېوادونو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې له پاره واقعي هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي